ذکسن-انهلټ ته پخیر راغلئ!

تاسې د هیواد د هرکلي مرکز ته رارسیدلي یاست او اوسمهال د پناه د بهیر په پیل کې یاست. مونږ هیله لرو چې تاسې به د تيښتنې وروسته دلته څه ارام وکړۍ او هوسا شۍ او د خپل ځان لپاره به د نوي تصوراتو جوړولو فرصت ولرۍ. ذکسن-انهلټ یو نړیوال دولت دی. مونږ له تاسې سره په دې موخه مرسته او همکاري کوو چې د کډوال په توګه  تاسې سمدلاسه  له ټولنې سره دننه او د باندې په ښه توګه یوځای شئ. ګڼ شمیر خلک په دې همکارۍ کې رضاکارانه برخه اخلي او خپله مرسته وړاندې کوي.

 

د هرکلي په مرکز او د پناه په بهیر کې د پيژندګلوۍ او هرکلي د اسانۍ لپاره په لاندې پاڼو کې هغه د پام وړ معلومات شامل کړی شوي  دي کوم چې مونږ ستاسې د استوګنې د لومړۍ پړاو په اړه راټول کړي دي (د۱۰/ ۲۰۱۶/ څخه).

 

کارکوونکي او رضاکاران د اوسیدلو د  ښه او مناسب وضعیتونو لپاره خپل ستر مسؤلیت پوره کوي. مونږ دلته ستاسې له مرستې لپاره موجود یو. د زیات ورځني فعالیتونو او غوښتنو له کبله ښایي فعالیتونه وځنډیږي یا په موقتي توګه ګډوډ شي. په دغه وضعیت کې مونږ له تاسې څخه هیله لرو چې د صبر او پوهې نه کار واخلئ.

 

حتی تاسې هم د خپلې هرکلي په مرکز کې کولی شۍ چې د بیلابیلو اتباعو او کلتورونو د خلکو په موجودګۍ کې خپله مرسته او همکاري وړاندې کړۍ. که څه هم تل دا آسان نه وي، خو تجربه ښایي چې: په درناوي او شریکې همکارۍ زیاتې ستونزې په ګډه سره حل کیدی شي.  مونږ هیله لرو چې په دې معلوماتي لارښود کې به تاسې د پام وړ ځوابونه ومومۍ او تاسې به د دې په ذریعه له هغه کسانو سره په تماس کې شۍ کوم چې له تاسې سره په نورې لارښودنې کولو  کې مرسته کولی شي.

 

ستاسې د سفر او راتلونکي لپاره،

مونږ ستاسې لپاره نیکې هیلې غواړو.

 

د هیواد د هرکلي مرکزونه (LAE)

که تاسې المان ته د ساتنې او ژغورنې د غوښتونکي په توګه راغلې یاست او د پناه لپاره عریضه کول غواړۍ، تاسې قانوني حق لرۍ او په دې موخه د المان په دولت کې د موقتي استوګنې لپاره د ونډې سستم تحمیل شوی دی، چې دغه د  هرکلي مرکزونه (LAE) بلل کیږي.  اوسمهال  په سیکسني – ان هالټ کې د هرکلي ګڼ شمیر مرکزونه دي: په هل برسټټ، هله، میګډيبرګ، سټنډل او د بدلون پراساس په اړوند سیمه ییز دفترونو کې.

ستاسې ابتدایي استقبال د هیواد د هرکلي په مرکزونه (LAE) کې د پناه غوښتونکي په  توګه (ثبت)  کیږي. که ستاسې د اصلي هیواد څخه  پناه غوښتنلیکونه په سیکسني – ان هالټ کې نه  شي ترسره کیدی، تاسې  به مناسب الماني دولت ته واستول شۍ.

د  هرکلي په مرکزونه (LAE) کې به تاسې ته ځای، خواړه او د ژوند نور اړین شیان درکول کیږي.  تاسې به دلته ترهغه پورې اوسیږۍ ترڅو چې د مهاجرت او کډوالو لپاره فدرالي دفتر (Bundesamt یا BAMF) ستاسې د غوښتنلیک پروسه مخ پروړاندې بوځي او تاسې یوې ټولنې ته وسپاري او انتقال شۍ.

 

تاسې باید پخپل ځای کې پاتې شۍ،

په دغه ځای کې د استوګنځي مسؤلیتونه (چې زیاتره ورته د ځای مقررات هم ویل کیږي) تطبیق کیږي. د دې معنی دا ده چې تاسې یواځې په ټاکلي ځای (ولسوالي یا د ولایتي کچې ښار) کې د پاتې  کیدو اجازه لرۍ. د استوګنځي د مسؤلیتونو سره به دولتي چارواکي هر وخت تاسې ته د رسایۍ وړ وي او تاسې به هم مهم اسناد په مناسب وخت ترلاسه کولی شۍ.

که تاسې د خپلو خپلوانو سره ملاقات کول غواړۍ، د مثال په توګه، یا د نورو موخو لپاره د هرکلي مرکز پريښودل غواړۍ، نو باید د فدرالي دفتر (Urlaubsschein) څخه د اجازې لپاره عریضه وکړۍ. که تاسې پرته له اجازې د دغه ځای څخه لاړۍ، نو جریمه کیږئ به، او د دغه سرغړونې د تکرارولو په حالت کې به ستاسې خلاف قانوني اقدام کیږي.

د پاتې کیدو موده

د هرکلي په مرکز کې قانوناً د زیاتو نه زیات د شپږو میاشتو لپاره قیام کیدی شي.  دلته د پاتې کیدو په اړه د دقیق وخت اساس د موجود ځایونو پورې تړاو لري. په سیکسني- ان هالټ کې اوسمهال دا تقریباً څلور اونۍ وي.

 

د سربیا، بوسنیا، مقدونیه، مانټي نیګرو، کوسوو او البانیه خلک عموماً د هرکلي په مرکز کې ترهغې پورې پاتې کیږي ترڅو چې د پناه جریان بشپړ شوی نه وي ، ځکه چې هغوی د قبلونې کم امکان لري.

اوسیدنه

تاسې باید په  خپل لومړي ملکیت کې په ښه توګه د اوسیدو وړ یاست. زیاتره کسان د لیلیې په کوټو کې پاتې کیږي. په دغه سیمه کې د ځای د ګنجایش پراساس تاسې په موقتي توګه په کور کې (د اوسیدو کانتینرې یا په اوړي کې په خیمو کې) هم ځای کیدلی شۍ. په هر حال کې به تاسې د ژمي څخه ژغورل کیږۍ. هغه ښځې چې یوازې یا د خپل ماشومانو سره راغلي وي، هغوی ته بیل ځای ورکول کیږي.

د بې سرپرسته کم عمر ماشومانو ساتنه

زیاتره (د 18 کالو نه کم عمر) ماشومان پرته له خوندیتوبه یا په المان کې د زده کړې لپاره مستند اوسیدونکی، په ځانګړي توګه حساس او کمذوری وي او د دې له کبله کله چې هغوی راورسي نو سمدلاسه د ځوانانو د خیر ښیګړې مناسب دفتر ته بووستل کیږي. هغوی د هرکلي په لومړي مرکز کې نه پاتې کیږي، خو ولې د ځوانانو د خیر ښیګړې دفتر  یې پاملرنه کوي او هغوی ته مشوره او ځای ورکوي.

 

ولایتونو ته لیږل (انتقالول)

کله چې د پناه د جریان لومړی پړاو سرته ورسي، تاسې ته به معلومه شي چې کومه ښاروالي به په راتلونکي کې ستاسې مسؤلیت پرغاړه اخلي. په سیکسني – ان هالټ کې ستاسې د قیام په اړه شخصي غوښتنو ته به اوسمهال پام نه کیږي. خو، که په لومړۍ مرحله کې کورنۍ اړیکه لرۍ (لکه، ماشومان، والدین، کوچنیان، خویندې وروړه، د کم عمرو لپاره هم د 18 کلونو څخه زیات خویندې وروړه) نو قانوني ادعا کیدی شي چې تاسې د خپلې کورنۍ ځای ته تللی شۍ.

د شخړې یا تصادم په حالت کې اقدام

په یو محدود ځای کې په شریکه اوسیدل د شخړو لامل هم کیدی شي. لطفاً چې څومره ممکن وي په داسې وضعیتونو کې سوله او ارامي ساتۍ. پخپلو کې د اړوندو ډلو شخړې هواروئ. د خطرناک وضعیتونو خبر پرته له ځنډه ټولنیز کارکوونکو یا ټولنیز مرسته کوونکو ته ورکوئ. په بیړني حالت کې سمدلاسه د امنیتي خدمت یا پولیسو سره اړیکه ټینګه کړئ.

 

که په تاسې تشدد شوی یي، نو د مرستې او لارښوونې لپاره  د قرباني ګرځنده مشاورت ته لاړ شئ.

خدمتونه

تاسې به د خپل هرکلي په مرکز کې قانوني مرسته ترلاسه کوۍ. تاسې به لاندې ډول ګټې ترلاسه کوۍ:

  • د سبانارۍ، غرمې ډوډۍ او سپک خواړو لپاره د خواړو لستونه
  • د بسترې او صفایۍ سامان
  • کالي

 

تاسې به د شخصي استعمال لپاره جیب خرچه هم ترلاسه کوۍ. دا به د نغدو پیسو په شکل کې ورکول کیږي او د پوره عمر تن لپاره د دې حساب کیږي. د کورنۍ په وضعیت کې به یواځې یو تن پوره مقدار پیسې ترلاسه کوي او د کورنۍ نور غړي به کم مقدار پیسې ترلاسه کوي.

طبي پاملرنه

د معمولي ناروغۍ په وضعیتونو کې د خپل مرکز د طبي سپلایۍ څانګې ته لاړ شئ. په دغه ځای کې به د ورځې په وخت کې تل ډاکټر موجود وي.

 

د معمولي ناروغۍ په وضعیتونو کې به ډاکټر د هیواد د هرکلي په مرکزونه (LAE)  کې د بل ډاکټر سره تاسې ته نور درمل ولیکي او د تدواي تصدیق نامه به صادره کړي.

د مزمن ناروغۍ لپاره تاسې د تداوي ټکټ ته اړتیا لرۍ. تاسې باید د دې لپاره ځان ثبت کړۍ او د خپل ډاکټر سره د معاینې د مخه د ټولنیز  دفتر څخه دغه ټکټ ترلاسه کړۍ.

 

د ذهني ټکان د مرستې لپاره  (د کومه حده پورې چې د ولایت د هرکلي په مرکزونه (LAE)  کې دستیاب وي)، په هله او میګډيبرګ کې د ذهني روغتیا خدمتونه او  د ذهني ټولنیز چلند او فکتورونو مرکزونه دستیاب دي. که اړتیا وي نو تاسې باید د ملاقات لپاره مخکې وخت واخلۍ.

 

که تاسې د ایچ آیي وي (یا نورو جنسي انتقالیدونکي ناروغیو له کبله) مرستې ته اړتیا لرۍ، لطفاً په هله، میګډيبرګ  یا هل برسټټ  کې د ایډز هیلپ (مرستې) ته زنګ ووهئ.

شخصي تفریح

د مناسب وخت لپاره ارام وکړئ څو د خپلې پناه د بهیر یا اوریدنې لپاره ځان چمتو کړۍ. تاسې د سیمه ییز مشاورت د برخو څخه هم استفاده کولی شۍ کوم چې هغوی د دې لپاره وړاندې کوي.

آیا تاسې الماني زده کوۍ. ستاسې په مرکز کې عموماً د المانۍ ژبې زده کولو فرصت وي.

 

 

خپلو کوچنیانو ته د نورو ماشومانو سره د لوبو کولو او اړیکې نیولو فرصتونه ورکړئ. د هرکلي په ټولو ابتدایي مرکزونو کې د ماشومانو لپاره فعالیتونه ترسره کیږي.

د لومړني پيژندګلوۍ لپاره د وړاندیزونو څخه استفاده وکړئ. حتی د هرکلي د ابتدایي مرکز څخه د باندې هم (لکه، په ټولنیز ولایتي پوهنځی کې) تاسې د ورځني ژوند یا پيژندګلوۍ په موخه د الماني ژبې د زده کړې په کورسونو کې د حاضرۍ کولو امکان لرۍ. یادونه: لطفاً مخکې پوښتنه کوۍ چې آیا د دغه کورسونو پیسې اخیستل کیږي.

که تاسې په خیراتي کار کې شرکت وکړۍ (لکه، ترجمه، په پروګرامونو کې مرسته، صفایي، ترمیمونې او داسې  نور)، نو تاسې د خپل شخصي اوسیدو په چاپیریال ښه کولو کې برخه اخیستلی شئ او خپل جیب خرچه زیاتولی شئ.

د مسلکي لیاقتونو کتنه کیدی شي

د ګومارنې فدرالي اداره وړاندیز ورکوي چې د هرکلي په ابتدایي مرکزونو کې د خپل مسلکي لیاقتونو تعین وکړئ. که د کارګرانو په مارکیټ کې ستاسې کار ته اړتیا وي نو د کارګر د مارکیټ چټک مشاورت او د قبلونې لپاره به منځګړتوب او مشاورت ترسره کړی شي. که ستاسې لیاقتونه د سیمه ییز کارګر د مارکیټ ځانګړي شرایط پوره کوي نو په اړوندې ښاروالۍ کې د ګومارنې امکان هم موجود وي.

په ځانګړي توګه، که تاسې د مخکې نه مسلکي روزنه یا زده کړې بشپړې کړې وي، نو تاسې کولی شۍ چې د هرکلي په ابتدایي مرکز کې د لیاقت او وړتوب د ارزونې څخه استفاده وکړۍ.

د پناه اساسي حق

د پناه حق یو  نړیوال اساسي حق دي. د المان په فدرالي جمهوریه کې دا د اساسي قانون برخه ده (ماده 16 ای: “په سیاسي توګه استفاده شوی د پناه حق”). که تاسې د خپل اصلي هیواد نه د سیاسي تعقیب له کبله په مستنده توګه راتښتیدلي یاست یا هلته مو د نورو علتونو له کبله ژوند په خطر کې و، نو د پناه د ادعا کولو حق لرۍ.

همدارنګه، المان د جنیوا کنونشن سره په الحاق دا ژمنه کړې چې کډوالو ته به د نړیوالې ساتنې اجازه ورکوي.

د مهاجرت او کډوالو لپاره فدرالي دفتر (BAMF)

په المان کې د پناه غوښتنلیک یواځې په فدرالي دفتر کې سپارل کیدی شي. فدرالي دفتر محکمه نه ده بلکه صلاحیت لرونکي مقامات دي. دا تصدیقوي چې تاسې په خپل اصلي هیواد کې تعقیبول کیږۍ او آیا که تاسې خپل هیواد ته واپس ستانه شۍ نو د تعقیبونې او ځورونې خطر لرۍ او کنه. که تاسې د تعقیبونې له کبله اغیزمن کیږۍ، دا په دې باور لري چې آیا تاسې په خپل اصلي هیواد کې حکومتي دفاع ترلاسه کړې او کنه.  دا تعین به هم کیږي چې آیا تاسې د خپل هیواد په کومه بله سیمه کې دفاع او ساتنې موندلی شۍ. فدرالي دفتر به یوه دوسیه پرانزي او ستاسې شخصي معلومات به ثبت کړي. که ستاسې عمر 17 کلن وي نو عکس او د ګوتو نښې به مو واخیستل شي.

د پناه په غوښتنلیک کې څه غوښته کیږي؟

که تاسې د پناه لپاره عریضه وکړۍ، نو تفصیلاً به د بشري ساتنې علتونه وپلټل شي. که د نړیوالې ساتنې اجازه نه وي ورکړل شوي، تاسې به د پناه وړ نه منل کیږۍ، فدرالي  دفتر دا پریکړه کوي چې آیا د استوګنځی د قانون د § 60 پاراګراف. 5 یا پاراګراف 7 سره سم په شړلو بندیزونه موجود دي. ترڅو چې د پناه جریان روان وي، تاسې ته به په المان کې د پاتې کیدو اجازه درکول کیږي.

د استوګنځی اجازه

د پناه په جریان کې به تاسې د خپل هویت سند ، د اوسیدنکي اجازه د فدرالي دفتر څخه ترلاسه کړۍ. تاسې باید تل دغه اجازت نامه له ځان سره ګرځوۍ او پولیسو ته یې د هویت کتنې پرمهال ښایۍ. په دغه اجازت نامه کې هغه سیمه ورکړل شوي وي په کوم کې چې تاسې ته د پاتې کیدو اجازه درکړل شوي وي. کله چې تاسې د فدرالي دولت د هرکلي ټولنې ته انتقال کړل شۍ، ستاسو د ادرس د بدلون په اړه به سمدلاسه فدرالي دفتر ته  خبر ورکړل شي.

 

د پناه د کړنلارو مشاورت – د اوریدنې لپاره چمتووالی

د ابتدایي هرکلي په مرکز کې د پناه د کړنلارو (کیریتاس) لپاره د مشاورت مرکزونه موجود وي. تاسې د مشاورت په دغو مرکزونو کې د پناه د بهیر په ټولو مرحلو کې خپل حقونه او مسؤلیتونه کتلی شۍ. حتی تاسې خپل هیواد ته د رضاکارانه بیرته ستنیدنې او کډه کیدنې د انتخاب په اړه شخصي مشوره هم ترلاسه کولی شۍ. دغه مشاورتي مرستې وړیا وړاندې کیږي، چې نامعلومه وي او د مذهبي تړون څخه خپلواکې وي.

د پناه د جریان په اړه د BAMF له خوا وړاندې کیدونکي معلوماتي ویډیو (په 10 ژبو کې) هم تاسې د اوریدنې لپاره چمتو کوي. لطفاً د خپل هرکلي په ابتدایي مرکز کې پوښتنه وکړۍ چې دغه کوم ځای ښودل کیږي.

اوریدنه

د محکمې اوریدنه کومې ته چې اکثر “مرکه” هم ویل کیږي د لومړي ځل عارضینو لپاره ترټولو مهم فرصت وي چې د خپلې تيښتې د علتونو وضاحت وکړي. فدرالي دفتر به دا پریکړه کوي چې آیا د اوریدنې پراساس په المان کې د ساتنې اجازه ورکړل شي او کنه.

 

! لطفاً په یاد ساتئ: اوریدنه ستاسې لپاره لومړۍ او یوازینۍ لار ده چې د پناه د حق لپاره شخصي مقاصد برابر کړۍ. د دې خبرو اترو او بحث په اهمیت ځان پوهه کړئ او د اوریدنې لپاره ځان په ښه توګه چمتو کړئ.

 

اوریدنه د ګنجایش پراساس د غوښتنلیک سپارلو نه وروسته د یو څو وروځو نه تر څو میاشتو پورې په موده کې ترسره کیدی شي.  فدرالي دفتر په لیکلي بڼه تاسې ته ”د §  25 د پناه د کړنلارې د قانون سره سم د اوریدنې” بلنه درکوي. په دغه اوریدنه کې ژباړونکی موجود وي. فدرالي دفتر د مخکې نه د هغه ژبې څخه خبر کړئ په کوم کې چې به اوریدنه ترسره کیږي.

 

په دغه اوریدنه کې 25 پوښتنې ورکړل شوې وي. له تاسې څخه به ستاسې د اصل، د خپل هیواد د پريښودلو علتونه او ستاسې د راتګ د سفر د لارې په اړه معلومات ترلاسه کیږي. په رښتینې او بشپړه توګه ټول پوښتل شوي معلومات وسپارئ.  پریکړه کوونکی به له هغه معلوماتو سره د موافقت کتنه کوي کوم چې تاسې د ثبتیدو پرمهال ورکړي و. د اوریدنې ټولې څرګندونې په ژباړل شوي نسخه کې وګورئ چې صحیح دي او  په خپل لاسلیک کولو یې تائید کړئ.

 

! احتیاط: لطفاً دا یقیني کوئ چې د کورنۍ د ټولو غړیو د نومونو دقیقه املا وګورئ او صحیح وي!

د فدرالي دفتر پریکړه

فدرالي دفتر به د پناه لپاره ستاسې د غوښتنلیک د پریکړې (نظر)  څخه تاسې په لیکلي بڼه خبر کړي. پریکړه باید په انصاف او قانوني مرستې سره  شوې  وي. په دغه مرسته کې دا ورکړل شوې وي چې آیا تاسې پریکړه کتلی شۍ او څنګه یې کتلی شۍ او دغه پریکړه چیلنج کولی شۍ.

د مثبت پریکړې په حالت کې به تاسې د استوګنځې اجازه ترلاسه کړۍ.  د پریکړې پراساس دغه اجازه په لومړۍ کې د یو نه تر دریو کالو پورې ورکول کیږي.  د غوښتنلیک د ردونې په حالت کې به تاسې د هیواد پريښودنې یو امر او شړنې اخطار ترلاسه کړۍ چې د دغه اخطار له کبله تاسې د کډه کیدلو مسؤل یاست. که د هیواد څخه شړنه ممکن نه وي، نو ایلینز اداره په موقتي توګه د ګالنې اجازه (د هیواد څخه د شړنې موقتي ځنډونه) ورکړي.

 

که تاسې د مشورې د مرکزونو څخه استفاده کوۍ، هغوی به تاسې ته د BAMF د پریکړې او پایلو په اړه معلومات درکړي.

قانوني نمایندګي

تاسې په محکمه کې د فدرالي دفتر د پریکړې خلاف استیناف کولی شۍ.  عارضین باید په استیناف کې ممکن مرستې او وروستنۍ نیټې نوټ کړي. لطفاً په یاد ساتئ چې که تاسې کوم اعتراض کول غواړۍ نو باید په چټکۍ سره اقدام وکړۍ.

حتی په هغه وضعیت کې هم کله چې تاسو یو وکیل ګومارل غواړۍ، تاسې باید دغه اقدام ژر تر ژره ترسره کړۍ. په سیکسني – ان هالټ وغیره کې د پناه په جریان کې – د کیریتاس او کډوالو د شورا له اړخه د پناه په کړنلارو کې د وکیلانو د وړیا مشورې وړاندیز کیږي.

رضاکارانه ستنیدنه

که تاسې غواړۍ چې د دې هیواد څخه ووځۍ یا خپل کورني هیواد ته ستنیدل غواړۍ، رضاکارانه ستنیدنه د جبري ستنیدې په پرتله د کمې شخړې او خوندي بدیل وړاندیز وړاندې کوي.

فدرالي دولت د REAG / GARP پروګرام د رضاکارانه ستنیدنې لپاره د کومکي پروګرام په توګه وړاندې کوي.  د رضاکارانه ستنیدنې لپاره د پیسو یا نورې مرستې قانوني ادعا موجود نه ده.

د کړنلارې د جریان په اړه د مشاورتي مرکزونو د کارکوونکو سره خبره وکړئ. هغوی به له تاسې سره د غوښتنلیک په پروسه او د رخصتۍ په انتظام کې مرسته وکړي.

استوګنځیونه

کله چې د هرکلي لومړی مرکز  په لیلیه یا اپارتمان کې ستاسې د استوګنې مسؤلیت واخلي، ښاروالي به د دې لپاره ستاسې مسؤل وي.  هغه کورنۍ چې ماشومان ورسره وي هغوی عموماً اپارتمان ژر ترلاسه کوي. د یوازې سفر کوونکي کډوالو نه یوه کوچنۍ ډله جوړه کړی شي یا په ارتمان کې په شریکه ټولنیز ژوند کوي.

د تماس تن

په ټولنه کې ستاسې د تماس نیونې مرکزي کسان هغه ټولنیز کارکوونکي دي کوم چې په لیلیه یا اپارتمان کې ستاسې پاملرنه کوي. په لومړي ورپيژندنه کې ستاسې سره د مرستې لپاره د سیمه ییز هرکلي په پروګرامونو کې د رضاکارانو یا سرپرستانو څخه مرسته ترلاسه کوي.  د مهاجرت د مشورې مرکزونه عموماً په ټاکل شوي خلاص ساعتونو کې د مشاورت مرسته وړاندې کوي. دلته به تاسې د پناه د کړنلارې، د مهاجرت د قانوني موضوعاتو، ټولنیز خدمتونو او ژبې د پرمختګ، زده کړې او استخدام په اړه د ماهرانو مرسته ترلاسه کوۍ. سمیه ییزې اتحادیې او کلوبونه هم موجود دي. په دې کې عمومي معلومات، د کتنې ځای، کلتور، لوبې او ژبې د کورسونو په اړه معلومات ورکول کیږي.

 

په ستر ښارونو کې کډوال د کډوالو موسسو ته راټولیږي. په تاسې کې به زیاتره کسانو ته دا معلومه وي چې دا څومره مشکل ده چې راورسیږۍ او د نور نوي راتلونکو کسانو سره په ژباړو او پيژندنو کې مرسته وکړۍ. د کډوالو د موسسو دولتي شبکې (Lamsa) ته عریضه وکړئ. هغلته تاسې مستقیماً کتلی او معلومولی شۍ چې ستاسې په ګاونډ کې د کډوالو کومې موسسې موجودې دي.

الماني ژبه زده کړئ

چې څومره ژر ممکن وي الماني ژبه زده کړئ، دا به له تاسې سره په المان کې په ټولنیز ژوند کې په برخه اخیستلو کې مرسته کوي.  هغه ټول مهاجرین او کډوال چې د استوګنې دایمي اجازه لري د فدراسیون له ټولنې سره د یوځای کیدو په کورسونو کې د شرکت کولو مستحق دي. په دغه کورسونو کې 600 ساعته ژبه ښودل کیږي او 300 ساعته د پيژندګلوۍ کورس ښودل کیږي. په دې کورسونو کې د الماني ژوند په اړه د مقرراتو، حقونو، مسؤلیتونو او عملي زده کړې ښودنه ترسره کیږي.

د شام، ایریتریا، عراق پناه غوښتونکي د پناه په جریان کې د مخکې نه له ټولنې سره د یوځای کیدنې په کورس کې شاملیدی شي (د 2015/12  څخه).  د داسې کولو لپاره تاسې باید د BAMF څخه غوښتنه وکړئ. لطفاً د دې په اړه معلومات د ټولنیز کارکوونکي یا کونسلر څخه ترلاسه کړۍ.

په دې کې د انټري لیول پوزسیونونه هم دي: اساسي کورس، لینګویج کیفي، لینګویج سپانسرشپ یا د کلوبونو څخه رضاکارانه وړاندیزونه. تاسې د خپل ټولنیز کارکوونکي څخه هم دا معلومات ترلاسه کولی شۍ چې تاسې په دغه ځای کې د ژبې د مرستې کوم انتخابونه استعمالولی شۍ.  همدغه ډول، ژبه ییز کورسونه ښایي د کار د لټون او روزنې سره مربوط وي. د دې له کبله لطفاً د کار د مرکز یا د ګومارنې د ادارې سره رجوع وکړئ.

د مسلکي لیاقتونو په رسمیت پيژندل

په المان کې اکثر د یو مسلک لپاره مستندې مسلکي ډګرۍ ته اړتیا وي. که تاسې مسلکي روزنه ترسره کړي وي یا د پوهنتون ډګرۍ لرۍ، نو په یاد ساتئ چې د مقاماتو لخوا دغه لیاقتونه تصدیق کیږي. که تاسې د دې خدمت څخه استفاده نه شۍ کولی چې د هرکلي په ابتدایي مرکز کې د خپل مسلکي لیاقتونو تصدیق وکړۍ، نو خپلې سیمه ییز ټولنې ته په رارسیدلو سمدلاسه د ټولنیز کارکوونکي یا کونسلر سره اړیکه ټینګه کړئ. هغوی به تاسې ته د فدرالي ګومارنې د ادارې د وړتوب د ارزونې په اړه معلومات درکړي. د زده کړې، روزنې، مسلک او مطالعې د بشپړتیا او کار د تجربو په اړه به په ګڼو ژبو کې سوالنامې وړاندې کیږي. که ستاسې د لیاقت پروفایل څرګند کړی شو، نو تاسې د دې د تصدیقولو او منلو لپاره باید د امکاناتو په اړه مشوره ترلاسه کړۍ. د ایي کیو شبکې د مشورې د اړوند مرکزونو سره تماس ونیسئ. مشاورین به له تاسې سره ګام په ګام د خارجي لیاقتونو د تصدیقولو او په رسمیت پيژندلو په دې مشکل مرحله کې مرسته او کومک کوي.

په کار کې له ټولنې سره یوځای کیدل

د استوګنځي د اجازې سره د منل شوي کډوال په توګه تاسې د کار بې بندیزه اجازه لرۍ. که ستاسې د غوښتنلیک پروسه لا روانه وي یا تاسې د ګالنې وضعیت لرۍ، تاسې د دریو میاشتو د اوسیدو ورسته سمدلاسه د کار  اجازه ترلاسه کولی شۍ او د دې لپاره د مهاجرت دفتر ته عریضه وکړئ.  د ګومارنې فدرالي اداره به کتنه ترسره کړي او یوازې به هغه مهال موافق کیږي چې د دغه کار لپاره هیوادني کاندیدان نه وي (د لومړیتوب کتنه) او د ګومارنې مرکز قانوني معیارونه پوره کوي.

د سیکسني – ان هالټ ولایت په چټکۍ د وړتوب ارزونه او په کار کې له ټولنې سره د یوځای کیدنې عمل په نظر کې نیسي. د کارګر د مارکیټ په مشاورت کې زیات همکاران په شریکه کار کوي. په دې اړه نور معلومات د ګومارنې د فدرالي ادارې (BA)، په کرافټ غونډه او د سوداګرۍ په غونډه کې د مهاجرت د مشاورینو څخه ترلاسه کیدی شي.  ګڼ شمیر کلوبونه په مشاورت کې مرسته کوي، لکه د پروژې شبکه جاب بریج پلس، ده نیټ ورک ایي کیو، د سټیټ انیشییټیو “پروفیشنل فوکس”  او د کډوالو د موسسو دولتي شبک (Lamsa eV). د خپل وړ مشاور یا متخصص مشاورینو سره په دې اړه مشوره وکړئ چې د کارګر د مارکیټ سره یوځای کیدنه به ستاسې لپاره کوم فرصتونه رامنځته کوي.

 

یادونه: د ژبې مهارتونه نه لرل یا کم مهارتونه لرل اکثر د کارګر سره د مارکیټ په یوځای کیدنه کې ترټولو ستر مشکل جوړیږي. له دې کبله خپل پوره کوشش کوئ چې څومره ژر ممکن وي د المانۍ زده کولو د ټولو فرصتونو څخه پوره استفاده وکړئ.

ماشوم ساتنه

په المان کې هر ماشوم په چایلډ ډی سنټر (Kita) کې د مرستې حق، په شریکه د زده کړې او د نورو ماشومانو سره د لوبې کولو حق لري. ستاسې هغه ماشوم هم دغه حق لري چې ولایت یا د ولایتي کچې ښار ته سپارل شوی وي. چایلډ ډی سنټر ته په تګ سره د الماني ژبې په زده کړه کې پرمختګ کیږي او د نورو ماشومانو سره اړیکې جوړیږي. ستاسې ټولنیز کارکوونکی/کارکوونکي به له تاسې سره په کیټا (Kita) کې د شاملیدو د غوښتنې لپاره مرسته وکړي.

د ماشومانو لپاره د ښوونځی زده کړه

په المان کې ماشومان د زده کړې حق لري او په شپږ کلن کیدو قانوناً باید ښوونځی ته داخل کړی شي. د دې له کبله ستاسې د ماشوم لپاره به هم دغه د لازمي زده کړي عمومي سستم وي. په سیکسني – ان هالټ کې په زیاتره ښارونو کې د ژبې او وینا د ځانګړي اړتیاو پوره کولو صنفونو ښوونځي موجود دي.  په دغه ښوونځی کې ستاسې ماشوم به اول الماني ژبه زده کړي او بیا به د نورو ماشومانو سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. ستاسې ټولنیز کارکوونکی/کارکوونکي به ترټولو نږدې ښوونځیو په اړه تاسې ته معلومات درکړي او د غوښتنلیک په پروسه کې به درسره مرسته وکړي.

روزنه او زده کړه:

که تاسې د مخکې نه ډګري لرۍ، نو په دې اړه مشوره ترلاسه کړئ چې کوم فرصتونه ستاسې لپاره موجود دي. په المان کې د زیاتو مسلکونو لپاره روزنه د “غبرګ روزنې” په توګه ترسره کیږي. دغه روزنه عموماً درې کاله دوام کوي. په دې کې د سوداګرۍ عملي روزنه او په مسلکي ښوونځی کې غیرعملي زده کړه شامله وي. تاسې د کار ګومارنې په مرکزونو کې مشوره ترلاسه کولی شۍ یا د کډوال د دولتي شبکې د موسسو سره تماس نیولی شۍ. دولتي شبکه د ځوان کډوالو سره د روزنې د مرکز په لټون کې مرسته کوي او په روزنه کې ورسره هم همکاري کوي.

که تاسې د پوهنتون د داخلې لیاقت (Abitur) لرۍ یا مو د مخکې نه زده کړه پیل کړي وي نو  په سیکسني – ان هالټ کې په پوهنتون کې هم زده کړه کولی شۍ. پردې اساس چې تاسې په کوم کورس کې علاقه لرۍ، لطفاً په زیګسن – ان هالټ کې عالي ښوونځیو ته د نړیوالې زده کړې دفترونو ته زنګ ووهئ.

د ښځو لپاره ځانګړي ساتنه

د هغه یوازې ښځو او د هغوی د ماشومانو لپاره چې د تشدد سره مخ شوې وي یا د ساتنې ځانګړي اړتیاوې لري، د کډوالو ښځو پناګاه په هله کې موجود ده. هلته ته د تګ شرط دا دی چې د موقتي استوګنځی اجازه یا د پاتې کیدو فوق العاده اجازه ولرۍ. په دغه ځای کې به تاسې د تیري څخه ژغورنه ترلاسه کوۍ او د ځان لپاره د ټاکل شوي ژوند په برابرولو کې به د شخصي بحران  مرسته ترلاسه کوۍ او د ورځني فعالیتونو او موضوعاتو د برابرولو به وړ یاست.

د جنسي هویت ستونزې

که له تاسې سره ستاسې د جنسي هویت له کبله تبعیض کیږي، نو کولی شۍ چې د ټولنیز کارکوونکي سره په دغه ځای کې تماس ونیسۍ. که تاسې غواړۍ چې خپل شناخت پټ وساتۍ، نو د مرکې او مشاورت په مرکز “لایف سټایل” eV (BBZ) کې به په هله او په میګډیبرګ کې به په CSD میګډیبرګ eV یا د لیسبین او ګی اتحادیه سیکسني – ان هالټ (LSVD) کې مرسته ترلاسه کولی شۍ. د دې تماسونو څخه تاسې د دوه اړخیز جنسیت، همجنسیت ټرانس او انټر هویت (LGBTI *) د موضوعاتو په اړه هم نور معلومات ترلاسه کولی شۍ.  د ذهني تداوي خدمتونه د ذهني ټکان په ستونزو کې هم مرسته وړاندې کوي.

په توکمي بنیادونو په ترسره کیدونکي بریدونو کې مرسته

که تاسې په توکمي بنیادونو د تشدد قرباني شوي یاست یا د ښي اړخ توند لارو څخه د تشدد ویره محسوسوۍ، چې څومره ژر ممکن وي د تشدد د مشاورت له مرکزه سره تماس ونیسئ. همداډول، کارکوونکي به د برید وروسته له تاسې سره په پراخه توګه  مرسته کوي. د مثال په توګه، له تاسې سره به پولیسو، ډاکټر یا وکیل ته ځي. په هر صورت کې د دې نه ځان خبر کړئ: هغوی دا لیاقت لري چې د جرم مرتکب کسان د محکمې منګولو ته وسپاري!

دیموکراسي او بشري حقونه: زمونږ د ګډ ژوند اساسونه

د کډوال په توګه تاسې په المان کې دفاع  او ساتنه غواړۍ. زمونږ دولت د سیاسي تعقیب او د جګړې او مدني جګړې څخه د ژغورنې لپاره د پناه تضمین ورکوي.

 

دغه ساتنه او ژغورنه زمونږ د دیموکراتیکي اساسي قانون د امر برخه ده. په دغه امر کې هغه پراخه اساسي او بشري حقونه شامل دي کوم چې زمونږ د ټولنې اساس جوړوي. په المان کې د خلکو د حقونو تضمین د المان د اساسي قانون 1949، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړیواله اعلامیه 1948 او د اروپایي اتحادیې د اساسي حقونو د منشور 2000 سره سم ورکول کیږي. د ماشومانو حقونه د ملګرو ملتونو د 1989 د ماشومانو د حقونو د تړون سره سم ورکول کیږي.

 

  • المان دیموکراتیکي جمهوریت دی. د هیواد مشر، حکومت او پارلمان په دیموکراتیکي توګه انتخابیږي، او همدغه ډول د 16 دولتونو پارلمانونه او حکمراني او د ښار او ټاونونو سیمه ییز حکومتونه انتخابیږي. ټولې ټاکنې په راز کې ساتل کیږي.

 

  • هر انفرادي تن په خپلواکه توګه خپل نظر څرګندولی شي، د خپلو نظریو او مفکور لپار راټولیدی او مظاهره کولی شي. هر یو تن په دیموکراتیکي ګوندونو، سوداګریزو اتحادیو یا نورو موسسو کې د شاملیدو حق لري.

 

  • په المان کې زیاتره خلک د خپلو کلتوري، ټولنیزو یا لوبو د علاقو لپاره په کلوبونو کې شاملیږي چې هغوی د ټولنې لپاره ګڼ شمیر فعالیتونه ترسره کوي.

 

  • د قانون په مخکې ټول یو شان دي. حکومت او مقامات د اساسي قانون او مقرراتو پابند دي. که څوک هم فکر کوي چې د حقونو څخه یې سرغړونه کیږي، هغه په استیناف کولو یا محکمې ته په تللو خپله مدافعه کولی شي او دغه مدافعه هغه د کوم ناوړه حالاتو سره نه شي مخامخ کولی. هر هغه څوک چې مقاماتو ته یې یې د بډو ورکولو کوشش وکړو، به هرورمرو د سختې سزا سره مخامخ کیږي.

 

  • سړې او ښځې ورته حقونه لري. د خپل ژوند په تعین او پریکړه کولو، په کار کولو او د استخدام په خپلواکۍ سره په انتخاب کې، او د خپل عوایدو په ویشلو کې هم دغه ورته حقونه لري. په المان کې ښځې په ټولو مسلکونو کې کار کوي او په سترو منصبونو دي.

 

  • ماشومان حق لري چې په غیرتشدد توګه د هغوی په کوچنیوالي کې پرورش وکړل شي، هغوی د ښوونځی د زده کړې حق لري. پلرونه او میندې د خپلو ماشومانو په زده کړې کې یوشان مسؤلیت لري. مور او پلار په ډی کیر مرکزونو، د والدینو په اتحادیو کې په ښوونځیو کې خپل نظر وړاندې کولی او مرسته کولی شي.

 

  • ټول خلک حق لري چې په درناوې ورسره چلند وشي. جسماني زور او تشدد کول منع دي.

 

  • هر یو تن په خپلواکۍ سره د خپل مذهب پیروي او عبادت کولی شي. په المان کې زیاتره خلک پروټسټنټ یا کیتهولک عیسایا دي، او د رخصتۍ زیاتره ورځې او دودونه د عیسایت پراساس لمانځل کیږي. په الماني کلتور کې په پوره توګه یهودي کلتور هم شامل دی. په المان کې نن ډیر مسلمانان هم اوسیږي. همدارنګه نورې مذهبي ټولنې هم موجودې دي او زیاتره خلک پرته له کوم مذهب لرلو هم موجود دي. د عقایدو یا ایدیالوژي پراساس باید د یو تن سره هم تبعیض ونه کړل شي. د نظر په خپلواکۍ کې په مذهبونو یا مذهبي ټولنو د انتقاد کولو حق هم شامل دی.

 

  • د توکم، رنګ، جنس، جنسي میلان، عمر یا ناتوانۍ له کبله باید د هیڅ یو تن سره هم د تبعیض نه کار وانه خیستل شي. هم جنسي باید په المان کې ځان پټ نه کړي او کولی شي چې په واده کولو خپلې اړیکې او ملګرتیا د دولت له خوا په رسمیت وپيژني.

 

دا اساسي حقونه له یو بل سره په درنښت او احترام د چلند کولو یو اساس دی.

 

  • په المان کې په نازي المان (1933 – 1945) کې د الماني جرمونو سره مخالفت یو د پام وړ رول لوبوي. نژاد پالنه او د یهودیانو دښمني یا مخالفت په ټولنیزه توګه رټل کیږي. د یهودیانو د ټول وژنې څخه انکار کول جنایي تیری دی.

 

دیموکراسي هغه وخت وده کوي  کله چې خلک د یو بل په علاقو کې شرکت کوي او دا خوښوي. اصولاً د کډوالو لپاره هم دغه انتخاب موجود دی. خصوصاً زیاتره کلوبونه هغه مهال خوشاله وي  کله چې هغوی خپله علاقه څرګندوي. ډیر کډوالو د خپلې مرستې موسسې هم جوړې کړي دي، او له دې کبله په المان کې په سوله ییز ګډ ژوند او له یو بله سره په اړیکې لرلو کې د پام وړ مرسته او همکاري کوي.

انتخاب شوي ادرسونه او تماسونه

AIDS-Hhlp (Halle / Sachsen-Anhalt Süd e. V., Sachsen-Anhalt Nord e. V.)
هله، میګډیبرګ

ویب پاڼه: halle.aidshilfe.de, www.aidshilfesachsenanhaltnord.de

تلیفون: +49 345 5821271 (HAL+49 391 5357690 (MD)

 

 

د کډوالو / رارسیدونکو د مرستې لپاره د مشاورت خدمتونه

ویب پاڼه: www.integriert-in-sachsen-anhalt.de/netzwerke/

 

د کډوالو ښځې کور هله

هله

ویب پاڼه: www.migration-paritaet-lsa.de/ffh/

تلیفون: +49 345 5238115

 

د کډوالو مشوره زیګسن – ان هالټ، وي

میګډيبرګ

ویب پاڼه: www.fluechtlingsrat-lsa.de

تلیفون: +49 391 5371281

 

جاب بریج پلس. د پناه غوښتونکیو او کډوالو په کار او روزنه کې له ټولنې سره یوځای کیدنه

میګډیبرګ

ویب پاڼه: www.jobbruecke-chance.de

تلیفون: +49 391 7279882

 

د ولایتي شبکې د کډوالو موسسې زیګسن – ان هالټ (LAMSA) اي، وي.

هله

ویب پاڼه: www.lamsa.de

تلیفون: +49 340 25198833

 

د زنګه بازو او ګی اتحادیه زیګسن- ان هالټ (LSVD)

میګډیبرګ

ویب پاڼه: www.sachsen-anhalt.lsvd.de

تلیفون: +49 391 5432569

 

 

د ښي اړخ توند لاري تشدد د قربانیانو لپاره متحرک مشاورت

هله، میګډیبرګ، سیلزویډل
ویب پاڼه: www.mobile-opferberatung.de

تلیفون: +49 345 2267100 (HAL)، +49 391 5446710 (MD)، +49 3901 306431 (SAW)

 

 

نیټ ورک آیي کیو – د تسلیمونې او لیاقت مشاورت

هله، میګډیبرګ

ویب پاڼه: www.sachsen-anhalt.netzwerk-iq.de

تلیفون: +49 345 686948-23/-15/-21 (HAL)، +49 391 40805-15/-10/-13 (MD)

 

 

په سیکسني – ان هالټ کې د کډوالو لپاره د ذهني او ټولنیز اړخونو مرکز
هله، میګډیبرګ

ویب پاڼه: www.psz-sachsen-anhalt.de

تلیفون: +49 345 2125768 (HAL)، +49 391 63109807 (MD)

 

په سیکسني – ان هالټ کې د پناه غوښتونکیو لپاره

د خیراتي پروسې معلومات (د پناه د بهیر د مشاورت څانګه)

هل برسټټ

ویب پاڼه: www.caritas.de

تلیفون: +49 39 41 609300

 

ویلکم اینیشیټیو سیکسني – ان هالټ

ویب پاڼه: www.integriert-in-sachsen-anhalt.de/willkommen/willkommensinitiativen/