اوریدنه

د محکمې اوریدنه کومې ته چې اکثر “مرکه” هم ویل کیږي د لومړي ځل عارضینو لپاره ترټولو مهم فرصت وي چې د خپلې تيښتې د علتونو وضاحت وکړي. فدرالي دفتر به دا پریکړه کوي چې آیا د اوریدنې پراساس په المان کې د ساتنې اجازه ورکړل شي او کنه.

 

! لطفاً په یاد ساتئ: اوریدنه ستاسې لپاره لومړۍ او یوازینۍ لار ده چې د پناه د حق لپاره شخصي مقاصد برابر کړۍ. د دې خبرو اترو او بحث په اهمیت ځان پوهه کړئ او د اوریدنې لپاره ځان په ښه توګه چمتو کړئ.

 

اوریدنه د ګنجایش پراساس د غوښتنلیک سپارلو نه وروسته د یو څو وروځو نه تر څو میاشتو پورې په موده کې ترسره کیدی شي.  فدرالي دفتر په لیکلي بڼه تاسې ته ”د §  25 د پناه د کړنلارې د قانون سره سم د اوریدنې” بلنه درکوي. په دغه اوریدنه کې ژباړونکی موجود وي. فدرالي دفتر د مخکې نه د هغه ژبې څخه خبر کړئ په کوم کې چې به اوریدنه ترسره کیږي.

 

په دغه اوریدنه کې 25 پوښتنې ورکړل شوې وي. له تاسې څخه به ستاسې د اصل، د خپل هیواد د پريښودلو علتونه او ستاسې د راتګ د سفر د لارې په اړه معلومات ترلاسه کیږي. په رښتینې او بشپړه توګه ټول پوښتل شوي معلومات وسپارئ.  پریکړه کوونکی به له هغه معلوماتو سره د موافقت کتنه کوي کوم چې تاسې د ثبتیدو پرمهال ورکړي و. د اوریدنې ټولې څرګندونې په ژباړل شوي نسخه کې وګورئ چې صحیح دي او  په خپل لاسلیک کولو یې تائید کړئ.

 

! احتیاط: لطفاً دا یقیني کوئ چې د کورنۍ د ټولو غړیو د نومونو دقیقه املا وګورئ او صحیح وي!