ذکسن-انهلټ ته پخیر راغلئ!

تاسې د هیواد د هرکلي مرکز ته رارسیدلي یاست او اوسمهال د پناه د بهیر په پیل کې یاست. مونږ هیله لرو چې تاسې به د تيښتنې وروسته دلته څه ارام وکړۍ او هوسا شۍ او د خپل ځان لپاره به د نوي تصوراتو جوړولو فرصت ولرۍ. ذکسن-انهلټ یو نړیوال دولت دی. مونږ له تاسې سره په دې موخه مرسته او همکاري کوو چې د کډوال په توګه  تاسې سمدلاسه  له ټولنې سره دننه او د باندې په ښه توګه یوځای شئ. ګڼ شمیر خلک په دې همکارۍ کې رضاکارانه برخه اخلي او خپله مرسته وړاندې کوي.

 

د هرکلي په مرکز او د پناه په بهیر کې د پيژندګلوۍ او هرکلي د اسانۍ لپاره په لاندې پاڼو کې هغه د پام وړ معلومات شامل کړی شوي  دي کوم چې مونږ ستاسې د استوګنې د لومړۍ پړاو په اړه راټول کړي دي (د۱۰/ ۲۰۱۶/ څخه).

 

کارکوونکي او رضاکاران د اوسیدلو د  ښه او مناسب وضعیتونو لپاره خپل ستر مسؤلیت پوره کوي. مونږ دلته ستاسې له مرستې لپاره موجود یو. د زیات ورځني فعالیتونو او غوښتنو له کبله ښایي فعالیتونه وځنډیږي یا په موقتي توګه ګډوډ شي. په دغه وضعیت کې مونږ له تاسې څخه هیله لرو چې د صبر او پوهې نه کار واخلئ.

 

حتی تاسې هم د خپلې هرکلي په مرکز کې کولی شۍ چې د بیلابیلو اتباعو او کلتورونو د خلکو په موجودګۍ کې خپله مرسته او همکاري وړاندې کړۍ. که څه هم تل دا آسان نه وي، خو تجربه ښایي چې: په درناوي او شریکې همکارۍ زیاتې ستونزې په ګډه سره حل کیدی شي.  مونږ هیله لرو چې په دې معلوماتي لارښود کې به تاسې د پام وړ ځوابونه ومومۍ او تاسې به د دې په ذریعه له هغه کسانو سره په تماس کې شۍ کوم چې له تاسې سره په نورې لارښودنې کولو  کې مرسته کولی شي.

 

ستاسې د سفر او راتلونکي لپاره،

مونږ ستاسې لپاره نیکې هیلې غواړو.