دیموکراسي او بشري حقونه: زمونږ د ګډ ژوند اساسونه

د کډوال په توګه تاسې په المان کې دفاع  او ساتنه غواړۍ. زمونږ دولت د سیاسي تعقیب او د جګړې او مدني جګړې څخه د ژغورنې لپاره د پناه تضمین ورکوي.

 

دغه ساتنه او ژغورنه زمونږ د دیموکراتیکي اساسي قانون د امر برخه ده. په دغه امر کې هغه پراخه اساسي او بشري حقونه شامل دي کوم چې زمونږ د ټولنې اساس جوړوي. په المان کې د خلکو د حقونو تضمین د المان د اساسي قانون 1949، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړیواله اعلامیه 1948 او د اروپایي اتحادیې د اساسي حقونو د منشور 2000 سره سم ورکول کیږي. د ماشومانو حقونه د ملګرو ملتونو د 1989 د ماشومانو د حقونو د تړون سره سم ورکول کیږي.

 

  • المان دیموکراتیکي جمهوریت دی. د هیواد مشر، حکومت او پارلمان په دیموکراتیکي توګه انتخابیږي، او همدغه ډول د 16 دولتونو پارلمانونه او حکمراني او د ښار او ټاونونو سیمه ییز حکومتونه انتخابیږي. ټولې ټاکنې په راز کې ساتل کیږي.

 

  • هر انفرادي تن په خپلواکه توګه خپل نظر څرګندولی شي، د خپلو نظریو او مفکور لپار راټولیدی او مظاهره کولی شي. هر یو تن په دیموکراتیکي ګوندونو، سوداګریزو اتحادیو یا نورو موسسو کې د شاملیدو حق لري.

 

  • په المان کې زیاتره خلک د خپلو کلتوري، ټولنیزو یا لوبو د علاقو لپاره په کلوبونو کې شاملیږي چې هغوی د ټولنې لپاره ګڼ شمیر فعالیتونه ترسره کوي.

 

  • د قانون په مخکې ټول یو شان دي. حکومت او مقامات د اساسي قانون او مقرراتو پابند دي. که څوک هم فکر کوي چې د حقونو څخه یې سرغړونه کیږي، هغه په استیناف کولو یا محکمې ته په تللو خپله مدافعه کولی شي او دغه مدافعه هغه د کوم ناوړه حالاتو سره نه شي مخامخ کولی. هر هغه څوک چې مقاماتو ته یې یې د بډو ورکولو کوشش وکړو، به هرورمرو د سختې سزا سره مخامخ کیږي.

 

  • سړې او ښځې ورته حقونه لري. د خپل ژوند په تعین او پریکړه کولو، په کار کولو او د استخدام په خپلواکۍ سره په انتخاب کې، او د خپل عوایدو په ویشلو کې هم دغه ورته حقونه لري. په المان کې ښځې په ټولو مسلکونو کې کار کوي او په سترو منصبونو دي.

 

  • ماشومان حق لري چې په غیرتشدد توګه د هغوی په کوچنیوالي کې پرورش وکړل شي، هغوی د ښوونځی د زده کړې حق لري. پلرونه او میندې د خپلو ماشومانو په زده کړې کې یوشان مسؤلیت لري. مور او پلار په ډی کیر مرکزونو، د والدینو په اتحادیو کې په ښوونځیو کې خپل نظر وړاندې کولی او مرسته کولی شي.

 

  • ټول خلک حق لري چې په درناوې ورسره چلند وشي. جسماني زور او تشدد کول منع دي.

 

  • هر یو تن په خپلواکۍ سره د خپل مذهب پیروي او عبادت کولی شي. په المان کې زیاتره خلک پروټسټنټ یا کیتهولک عیسایا دي، او د رخصتۍ زیاتره ورځې او دودونه د عیسایت پراساس لمانځل کیږي. په الماني کلتور کې په پوره توګه یهودي کلتور هم شامل دی. په المان کې نن ډیر مسلمانان هم اوسیږي. همدارنګه نورې مذهبي ټولنې هم موجودې دي او زیاتره خلک پرته له کوم مذهب لرلو هم موجود دي. د عقایدو یا ایدیالوژي پراساس باید د یو تن سره هم تبعیض ونه کړل شي. د نظر په خپلواکۍ کې په مذهبونو یا مذهبي ټولنو د انتقاد کولو حق هم شامل دی.

 

  • د توکم، رنګ، جنس، جنسي میلان، عمر یا ناتوانۍ له کبله باید د هیڅ یو تن سره هم د تبعیض نه کار وانه خیستل شي. هم جنسي باید په المان کې ځان پټ نه کړي او کولی شي چې په واده کولو خپلې اړیکې او ملګرتیا د دولت له خوا په رسمیت وپيژني.

 

دا اساسي حقونه له یو بل سره په درنښت او احترام د چلند کولو یو اساس دی.

 

  • په المان کې په نازي المان (1933 – 1945) کې د الماني جرمونو سره مخالفت یو د پام وړ رول لوبوي. نژاد پالنه او د یهودیانو دښمني یا مخالفت په ټولنیزه توګه رټل کیږي. د یهودیانو د ټول وژنې څخه انکار کول جنایي تیری دی.

 

دیموکراسي هغه وخت وده کوي  کله چې خلک د یو بل په علاقو کې شرکت کوي او دا خوښوي. اصولاً د کډوالو لپاره هم دغه انتخاب موجود دی. خصوصاً زیاتره کلوبونه هغه مهال خوشاله وي  کله چې هغوی خپله علاقه څرګندوي. ډیر کډوالو د خپلې مرستې موسسې هم جوړې کړي دي، او له دې کبله په المان کې په سوله ییز ګډ ژوند او له یو بله سره په اړیکې لرلو کې د پام وړ مرسته او همکاري کوي.