که تاسې په توکمي بنیادونو د تشدد قرباني شوي یاست یا د ښي اړخ توند لارو څخه د تشدد ویره محسوسوۍ، چې څومره ژر ممکن وي د تشدد د مشاورت له مرکزه سره تماس ونیسئ. همداډول، کارکوونکي به د برید وروسته له تاسې سره په پراخه توګه مرسته کوي. د مثال په توګه، له تاسې سره به پولیسو، ډاکټر یا وکیل ته ځي. په هر صورت کې د دې نه ځان خبر کړئ: هغوی دا لیاقت لري چې د جرم مرتکب کسان د محکمې منګولو ته وسپاري!