کله چې د هرکلي لومړی مرکز په لیلیه یا اپارتمان کې ستاسې د استوګنې مسؤلیت واخلي، ښاروالي به د دې لپاره ستاسې مسؤل وي. هغه کورنۍ چې ماشومان ورسره وي هغوی عموماً اپارتمان ژر ترلاسه کوي. د یوازې سفر کوونکي کډوالو نه یوه کوچنۍ ډله جوړه کړی شي یا په ارتمان کې په شریکه ټولنیز ژوند کوي.
Category: له ټولنې سره د یوځای کیدو وړاندیزونه
د تماس تن
په ټولنه کې ستاسې د تماس نیونې مرکزي کسان هغه ټولنیز کارکوونکي دي کوم چې په لیلیه یا اپارتمان کې ستاسې پاملرنه کوي. په لومړي ورپيژندنه کې ستاسې سره د مرستې لپاره د سیمه ییز هرکلي په پروګرامونو کې د رضاکارانو یا سرپرستانو څخه مرسته ترلاسه کوي. د مهاجرت د مشورې مرکزونه عموماً په ټاکل شوي خلاص ساعتونو کې د مشاورت مرسته وړاندې کوي. دلته به تاسې د پناه د کړنلارې، د مهاجرت د قانوني موضوعاتو، ټولنیز خدمتونو او ژبې د پرمختګ، زده کړې او استخدام په اړه د ماهرانو مرسته ترلاسه کوۍ. سمیه ییزې اتحادیې او کلوبونه هم موجود دي. په دې کې عمومي معلومات، د کتنې ځای، کلتور، لوبې او ژبې د کورسونو په اړه معلومات ورکول کیږي.
په ستر ښارونو کې کډوال د کډوالو موسسو ته راټولیږي. په تاسې کې به زیاتره کسانو ته دا معلومه وي چې دا څومره مشکل ده چې راورسیږۍ او د نور نوي راتلونکو کسانو سره په ژباړو او پيژندنو کې مرسته وکړۍ. د کډوالو د موسسو دولتي شبکې (Lamsa) ته عریضه وکړئ. هغلته تاسې مستقیماً کتلی او معلومولی شۍ چې ستاسې په ګاونډ کې د کډوالو کومې موسسې موجودې دي.
الماني ژبه زده کړئ
چې څومره ژر ممکن وي الماني ژبه زده کړئ، دا به له تاسې سره په المان کې په ټولنیز ژوند کې په برخه اخیستلو کې مرسته کوي. هغه ټول مهاجرین او کډوال چې د استوګنې دایمي اجازه لري د فدراسیون له ټولنې سره د یوځای کیدو په کورسونو کې د شرکت کولو مستحق دي. په دغه کورسونو کې 600 ساعته ژبه ښودل کیږي او 300 ساعته د پيژندګلوۍ کورس ښودل کیږي. په دې کورسونو کې د الماني ژوند په اړه د مقرراتو، حقونو، مسؤلیتونو او عملي زده کړې ښودنه ترسره کیږي.
د شام، ایریتریا، عراق پناه غوښتونکي د پناه په جریان کې د مخکې نه له ټولنې سره د یوځای کیدنې په کورس کې شاملیدی شي (د 2015/12 څخه). د داسې کولو لپاره تاسې باید د BAMF څخه غوښتنه وکړئ. لطفاً د دې په اړه معلومات د ټولنیز کارکوونکي یا کونسلر څخه ترلاسه کړۍ.
په دې کې د انټري لیول پوزسیونونه هم دي: اساسي کورس، لینګویج کیفي، لینګویج سپانسرشپ یا د کلوبونو څخه رضاکارانه وړاندیزونه. تاسې د خپل ټولنیز کارکوونکي څخه هم دا معلومات ترلاسه کولی شۍ چې تاسې په دغه ځای کې د ژبې د مرستې کوم انتخابونه استعمالولی شۍ. همدغه ډول، ژبه ییز کورسونه ښایي د کار د لټون او روزنې سره مربوط وي. د دې له کبله لطفاً د کار د مرکز یا د ګومارنې د ادارې سره رجوع وکړئ.
د مسلکي لیاقتونو په رسمیت پيژندل
په المان کې اکثر د یو مسلک لپاره مستندې مسلکي ډګرۍ ته اړتیا وي. که تاسې مسلکي روزنه ترسره کړي وي یا د پوهنتون ډګرۍ لرۍ، نو په یاد ساتئ چې د مقاماتو لخوا دغه لیاقتونه تصدیق کیږي. که تاسې د دې خدمت څخه استفاده نه شۍ کولی چې د هرکلي په ابتدایي مرکز کې د خپل مسلکي لیاقتونو تصدیق وکړۍ، نو خپلې سیمه ییز ټولنې ته په رارسیدلو سمدلاسه د ټولنیز کارکوونکي یا کونسلر سره اړیکه ټینګه کړئ. هغوی به تاسې ته د فدرالي ګومارنې د ادارې د وړتوب د ارزونې په اړه معلومات درکړي. د زده کړې، روزنې، مسلک او مطالعې د بشپړتیا او کار د تجربو په اړه به په ګڼو ژبو کې سوالنامې وړاندې کیږي. که ستاسې د لیاقت پروفایل څرګند کړی شو، نو تاسې د دې د تصدیقولو او منلو لپاره باید د امکاناتو په اړه مشوره ترلاسه کړۍ. د ایي کیو شبکې د مشورې د اړوند مرکزونو سره تماس ونیسئ. مشاورین به له تاسې سره ګام په ګام د خارجي لیاقتونو د تصدیقولو او په رسمیت پيژندلو په دې مشکل مرحله کې مرسته او کومک کوي.
په کار کې له ټولنې سره یوځای کیدل
د استوګنځي د اجازې سره د منل شوي کډوال په توګه تاسې د کار بې بندیزه اجازه لرۍ. که ستاسې د غوښتنلیک پروسه لا روانه وي یا تاسې د ګالنې وضعیت لرۍ، تاسې د دریو میاشتو د اوسیدو ورسته سمدلاسه د کار اجازه ترلاسه کولی شۍ او د دې لپاره د مهاجرت دفتر ته عریضه وکړئ. د ګومارنې فدرالي اداره به کتنه ترسره کړي او یوازې به هغه مهال موافق کیږي چې د دغه کار لپاره هیوادني کاندیدان نه وي (د لومړیتوب کتنه) او د ګومارنې مرکز قانوني معیارونه پوره کوي.
د سیکسني – ان هالټ ولایت په چټکۍ د وړتوب ارزونه او په کار کې له ټولنې سره د یوځای کیدنې عمل په نظر کې نیسي. د کارګر د مارکیټ په مشاورت کې زیات همکاران په شریکه کار کوي. په دې اړه نور معلومات د ګومارنې د فدرالي ادارې (BA)، په کرافټ غونډه او د سوداګرۍ په غونډه کې د مهاجرت د مشاورینو څخه ترلاسه کیدی شي. ګڼ شمیر کلوبونه په مشاورت کې مرسته کوي، لکه د پروژې شبکه جاب بریج پلس، ده نیټ ورک ایي کیو، د سټیټ انیشییټیو “پروفیشنل فوکس” او د کډوالو د موسسو دولتي شبک (Lamsa eV). د خپل وړ مشاور یا متخصص مشاورینو سره په دې اړه مشوره وکړئ چې د کارګر د مارکیټ سره یوځای کیدنه به ستاسې لپاره کوم فرصتونه رامنځته کوي.
یادونه: د ژبې مهارتونه نه لرل یا کم مهارتونه لرل اکثر د کارګر سره د مارکیټ په یوځای کیدنه کې ترټولو ستر مشکل جوړیږي. له دې کبله خپل پوره کوشش کوئ چې څومره ژر ممکن وي د المانۍ زده کولو د ټولو فرصتونو څخه پوره استفاده وکړئ.
ماشوم ساتنه
په المان کې هر ماشوم په چایلډ ډی سنټر (Kita) کې د مرستې حق، په شریکه د زده کړې او د نورو ماشومانو سره د لوبې کولو حق لري. ستاسې هغه ماشوم هم دغه حق لري چې ولایت یا د ولایتي کچې ښار ته سپارل شوی وي. چایلډ ډی سنټر ته په تګ سره د الماني ژبې په زده کړه کې پرمختګ کیږي او د نورو ماشومانو سره اړیکې جوړیږي. ستاسې ټولنیز کارکوونکی/کارکوونکي به له تاسې سره په کیټا (Kita) کې د شاملیدو د غوښتنې لپاره مرسته وکړي.
د ماشومانو لپاره د ښوونځی زده کړه
په المان کې ماشومان د زده کړې حق لري او په شپږ کلن کیدو قانوناً باید ښوونځی ته داخل کړی شي. د دې له کبله ستاسې د ماشوم لپاره به هم دغه د لازمي زده کړي عمومي سستم وي. په سیکسني – ان هالټ کې په زیاتره ښارونو کې د ژبې او وینا د ځانګړي اړتیاو پوره کولو صنفونو ښوونځي موجود دي. په دغه ښوونځی کې ستاسې ماشوم به اول الماني ژبه زده کړي او بیا به د نورو ماشومانو سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. ستاسې ټولنیز کارکوونکی/کارکوونکي به ترټولو نږدې ښوونځیو په اړه تاسې ته معلومات درکړي او د غوښتنلیک په پروسه کې به درسره مرسته وکړي.
روزنه او زده کړه:
که تاسې د مخکې نه ډګري لرۍ، نو په دې اړه مشوره ترلاسه کړئ چې کوم فرصتونه ستاسې لپاره موجود دي. په المان کې د زیاتو مسلکونو لپاره روزنه د “غبرګ روزنې” په توګه ترسره کیږي. دغه روزنه عموماً درې کاله دوام کوي. په دې کې د سوداګرۍ عملي روزنه او په مسلکي ښوونځی کې غیرعملي زده کړه شامله وي. تاسې د کار ګومارنې په مرکزونو کې مشوره ترلاسه کولی شۍ یا د کډوال د دولتي شبکې د موسسو سره تماس نیولی شۍ. دولتي شبکه د ځوان کډوالو سره د روزنې د مرکز په لټون کې مرسته کوي او په روزنه کې ورسره هم همکاري کوي.
که تاسې د پوهنتون د داخلې لیاقت (Abitur) لرۍ یا مو د مخکې نه زده کړه پیل کړي وي نو په سیکسني – ان هالټ کې په پوهنتون کې هم زده کړه کولی شۍ. پردې اساس چې تاسې په کوم کورس کې علاقه لرۍ، لطفاً په زیګسن – ان هالټ کې عالي ښوونځیو ته د نړیوالې زده کړې دفترونو ته زنګ ووهئ.