د استوګنځي د اجازې سره د منل شوي کډوال په توګه تاسې د کار بې بندیزه اجازه لرۍ. که ستاسې د غوښتنلیک پروسه لا روانه وي یا تاسې د ګالنې وضعیت لرۍ، تاسې د دریو میاشتو د اوسیدو ورسته سمدلاسه د کار اجازه ترلاسه کولی شۍ او د دې لپاره د مهاجرت دفتر ته عریضه وکړئ. د ګومارنې فدرالي اداره به کتنه ترسره کړي او یوازې به هغه مهال موافق کیږي چې د دغه کار لپاره هیوادني کاندیدان نه وي (د لومړیتوب کتنه) او د ګومارنې مرکز قانوني معیارونه پوره کوي.
د سیکسني – ان هالټ ولایت په چټکۍ د وړتوب ارزونه او په کار کې له ټولنې سره د یوځای کیدنې عمل په نظر کې نیسي. د کارګر د مارکیټ په مشاورت کې زیات همکاران په شریکه کار کوي. په دې اړه نور معلومات د ګومارنې د فدرالي ادارې (BA)، په کرافټ غونډه او د سوداګرۍ په غونډه کې د مهاجرت د مشاورینو څخه ترلاسه کیدی شي. ګڼ شمیر کلوبونه په مشاورت کې مرسته کوي، لکه د پروژې شبکه جاب بریج پلس، ده نیټ ورک ایي کیو، د سټیټ انیشییټیو “پروفیشنل فوکس” او د کډوالو د موسسو دولتي شبک (Lamsa eV). د خپل وړ مشاور یا متخصص مشاورینو سره په دې اړه مشوره وکړئ چې د کارګر د مارکیټ سره یوځای کیدنه به ستاسې لپاره کوم فرصتونه رامنځته کوي.
یادونه: د ژبې مهارتونه نه لرل یا کم مهارتونه لرل اکثر د کارګر سره د مارکیټ په یوځای کیدنه کې ترټولو ستر مشکل جوړیږي. له دې کبله خپل پوره کوشش کوئ چې څومره ژر ممکن وي د المانۍ زده کولو د ټولو فرصتونو څخه پوره استفاده وکړئ.