په یو محدود ځای کې په شریکه اوسیدل د شخړو لامل هم کیدی شي. لطفاً چې څومره ممکن وي په داسې وضعیتونو کې سوله او ارامي ساتۍ. پخپلو کې د اړوندو ډلو شخړې هواروئ. د خطرناک وضعیتونو خبر پرته له ځنډه ټولنیز کارکوونکو یا ټولنیز مرسته کوونکو ته ورکوئ. په بیړني حالت کې سمدلاسه د امنیتي خدمت یا پولیسو سره اړیکه ټینګه کړئ.
که په تاسې تشدد شوی یي، نو د مرستې او لارښوونې لپاره د قرباني ګرځنده مشاورت ته لاړ شئ.